په تورخم کې نن ماښام ددریم ځل لپاره نښته پیل شوې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/06/torkham-4c32f.jpg)
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې نن ماښام پاکستاني په نامه ملیشو یو ځل بیا د افغان پوله ساتو ځواکونو پر مورچلو بریدونه پیل کړي او افغان پوله ساتو ځواکونو هم ځوابي برید کړی دی.
د ریپوټونو له مخې په دې نښته کې د پآکستاني پوله ساتو ځواکونو یوه پوسته سوځیدلې او کیدای شي دوی ته مرګ ژوبله هم اوښتې وي. تر اوسه ددې نښتې د مرګ ژوبلې په هکله کره مالومات ندي تر لاسه شوي. که څه هم ویل کیږي چې پّه دې نښته کې پاکستاني پوځ ګډون نلري خو د تیرې نښتې په لړ کې د یوه پاکستاني پوځي افسر له ټپی کیدو او بیا وروسته یې د سا ورکول ددې ښکارندوي کوي چې په دې جګړه کې پآکستاني پوځ هم ونډه لري.