پوتین له پوځې آزموینې څارنه کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د وسله وال پوځ د ځواکونو د پوځي چمتوالي د ناځاپه آزمایښت غوښتنه کړې ده. په دې هکله آژانس د روسیې د دفاع د چارو وزیر سرګی شایګو په حواله ورکړی دی.
د نوموړی په وینا دغه کنترول د مسکو پر وخت د سهار پر اوو بجو پیل شو.
دغه پوځي محاربوي کنترول به د جولای د میاشتي تر۲۲ مې نیټې پورې دوام ولري. ددغو پوځي آزمایښتونو په بهیر کې به ځانګړې پاملرنه د وسله والو ځواکونو او سیمیزو چارواکو همغږې ته اړول شوې وي.
ددفاع د چارو د وزیر په وینا؛ په دې بهیر کې به ځانګړې پاملرنه د وسله وال پوځ پوځي مهماتو او پوځي تخنیک او مرستندویه احتیاطي ځواکونو ته واړوله شي.
سرګي شایګو وویل، چې په دې لړ کې به په همدي ډول د پوځي قطعاتو او جزوتامونو د ادارې سیستمونه، په ځانګړې توګه د ګرځنده جزوتامونو چې په آزمایښتونو کې برخه اخلي، کنترول شي.