په تهران کې د نهه ویشتم کتابتون نندارتون
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/05/13219776_1089669374427515_910298108_n.jpg)
د تهران د کتابونو نندارتون هغه نړیوال نندارتون دی چې هر کال په لاره اچول کیږي. دا نندارتون په ایران کې له لویو نندارتونونو څخه شمیرل کیږي.
په تهران کې د کتابونود نندارتون لومړی پړاو په دیارلس سوه شپږ شپیتم کال کې د چمران نندارتون په وروستیو کې د تهران په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو او د دیارلس سوه پنځه اتیایم کال تر وروستیو یې په همدي ودانۍ کې دوام درلود. خو له دیارلس سوه اته شپیتم کال را په دیخوا د امام خمینی«رح» په مصلا کې چې د عباس آباد په سیمه کې شتون لري تر سره کیږي او پّ دیارلس سوه پنځه نویم کال کې ددې نندارتون نهه ویشتم پړاو تر سره شو او دې ځای ته د لمر ښار چې د تهران په سویل کې پروت دی دا نندارتون تر سره کیږي.
په تهران کې د کتابونو نندارتون د دیارلس سوه پنځه نویم کال په لړ کې چې د دوه زره شپاړسم کال د مې له څلورمې تر څوارلسمې یې دوام درلود او د لمر په ښار کې د سبا په د لوستلو لپاره ځنډ وي په شعار سره پیل شو.
د ایران کلتوري نندارتون موسسه د تهران د نړیول کتاب مجري دي.