د قطر دفاعي چارو سلاکار خالد العطیهوزیر لندن ته سفر کړی او د انګلستان له دفاع وزیر مایکل فالون سره یې د لیدنې پر مهال د همکاری او دفاعي ګډه هوکړه لاسلیک کړې ده. ده په دې سفر کې، د وسله وال پوځ د لوی درستیز نیکلاس هوتن، د پوځي عملیاتو او تګلارې د لوی درستیز مرستیال فیلیپ ډان، د دفاعي تدارکاتو وزیر فیلیپ هاموند چې د انګلستان بهرنیوچارو وزیر دی لیدنه کړې او د یورو فایټر ټآیفون د جنګي الوتکود پیرودلو او په دوحه کې د لندن د پوځي مرکز د جوړلو په هکله یې له دوی سره خبرې کړي دي.

قطر په دې وروستیو کې د ټایفون جنګي الوتکو د پیروډلو خبرورکړی دی. قطر په منځني ختیځ 13231112_1089668994427553_1428428629_n کې د امریکایي ځواکونو  او د افریقایي ځانګې د قومندانۍ کوربه هیود دی له دې سره فرانسه هم په ډې هیواد کې یوه کوچونۍ هډه لري. د قطر امیر انګلستان ته د ځو میاشتیني مخکې سفر په لړ کې ددې هیواد له لوړ پوړیو چارواکیو سره لیدلي او له دوی سره یې یوهوکړه لاسلیک کړې ده. له دې سره قطر له ترکیې سره دیوې هوکړې له مخې ددې هیواد په سویلي سیمو کې د ترکي ځواکونو لپاره د یوې هډې د ورکړې اعلان کړی دی.

د قطر عربستان او اماراتو پټه سیالي دډې لامل شوې ترڅو قطر د نړۍبیلا بیلو پوځیانو ته د هډو په ورکړې سره د خلیج فارس نوروهیوادونوپه پرتله خپل امنیت ټینګ کړي او په دې سره د خپل امنیت لپاره ځان ډاډه کړي. له نورو هیوادونو د وسلو پیرودل ددې ښکارندوي کوي چې دا هیواد د عربستان او اماراتو پر ځای خپل ځان پیاوړی کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *