بغلان کې د ډبرو سکرو کان ۶ کارکوونکي تښتول شوي
د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، ددې ولایت “د کرکر ډبرو سکرو کان” شپږ کارګر تښتول شوي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، ناپېژانده وسله والو کسانو تېره ورځ سهار شاوخوا ۹ بجې ددې کان شپږ کارکوونکي وتښتول.
بشارت وایي، پولیسو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې وه، خو دا کسان له وړاندې بلې سیمې ته لېږدول شوي وو.
د هغه په خبره، په سیمه کې یو شمېر نامسووله وسله وال شته چې معمولا غلاوې کوي او ګومان کېږي چې همدوی د کارګرانو په تښتولو کې هم لاس ولري.
ښاغلی بشارت وایي، “کرکر” یوه غرنۍ سیمه ده او له همدې امله دا کسان پکې ځای پرځای شوي دي.
د چارواکو په وینا، تېر کال هم یوې نامسووله وسله والې ډلې د کرکر ډبرو سکرو د کان په سیمه کې وسله واله غلا کړې وه چې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.