توتاپ سره احساساتي چلند مکوئ
د توتاپ د برېښنا پروژه د ترکمنستان- ازبکستان-تاجکستان-افغانستان- پاکستان، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک ګډه پروژه ده
د توتاپ د برېښنا پروژه د ترکمنستان- ازبکستان-تاجکستان-افغانستان- پاکستان، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک ګډه پروژه ده
شریک کول
له ترکمنستان نه د برېښنا د انتقال د پروژې (توتاپ) په اړه له یو لړ غبرګونونو وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې د اقتصادي او پرمختیايي دلایلو او عقلانیت له مخې دا پروژه پر سالنګ تېریږي.
ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په یو ویډیويي پيغام کې وویل ” له بده مرغه زموږ مالي سرچینې محدودې دي او په همدې دلیل د ملي پروژو په غوراوي کې هم زموږ انتخاب محدود او مشروط دی چې د معقول اقتصادي لیدلوري له مخې پرې پرېکړې کیږي”.
یو شمېر مشران او مدني فعالان چې ډېر یې هزارګان دي د کابینې پر دغې پرېکړې اعتراضونه کوي او ټېنګار یې دا دی چې دا پروژه باید د بامیانو له لارې انتقال شي. اعتراض کوونکي وايي د یوې جرمنۍ موسسې سروې ښيي، چې په لومړي سر کې د پروژې د انتقال لار بامیان و.
خو، ولسمشر غني وايي چې د توتاپ پروژې پر مطالعې او ارزونې ډېر وخت لګېدلی او اوس یې ټولو لوی تمویلونکی، د اسیا انکشافي بانک، د پروژې پر ژر ترژره پلې کېدو ټېنګار کوي. ښاغلي غني وویل یوه مهمه ملي او پرمختیايي پروژه باید د سیاسي لوبو او احساساتو قرباني نشي.
ولسمشر غني وویل چې حکومت یې ژمن دی چې بامیانو ته به برېښنا لېږدوي، خو ټېنګار یې وکړ ” ټول پوهیږو، چې د انکشافي پروژو لپاره د هېواد سرچېنې محدودې دې او موږ هم په هر څه کې ازاد لاس نلرو “.
د توتاپ د برېښنا پروژه د ترکمنستان- ازبکستان-تاجکستان-افغانستان- پاکستان، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک ګډه پروژه ده، چې ټاکل شوې وه په ۲۰۱۶ کال کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.