داعش نومې ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه اخيستې

مصري چارواکي وايي پلازمېنه قاهره کې اته پوليس په ډزو وژل شوي دي.

وژل شوي پوليس د پوځي يونيفارم پر ځای په ساده جامو کې وو، د دغو کسانو موټر د ښار په جنوب کې په نښه شوی.

د مصر د کورن160508084140_egypt_police_attack_624x351_ap_nocreditيو چارو وزارت وايي، په لارۍ موټر کې سپرو څلورو وسله والو د پوليسو پر موټرو ډزې کړې دي.

“اسلامي دولت” نومې ډلې د بريد پړه پر غاړه اخيستې، په عمومي ټوګه د دغې ډلې جنګيالي د سينا په سيمه کې په خپلو فعاليتونو بوخت وي.

د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کولو وروسته “اسلامي دولت” نومې ډلې په سينا کې په لوی شمېر امنيتي ځواکونه وژلي دي.

خو په وروستيو کې دغې ډلې په قاهره کې هم امنيتي ځواکونه په نښه کړي او چاودنې يې ترسره کړې دي.

د بي بي سي د منځني ختيځ خبريال وايي، د قاهرې سره نژدې په دې شمېر د پوليسو وژل کېدل به په تاوتریخوالي کې زياتوالی راولي.

دغې ډلې د وژل شويو پوليسو تصويرونه پر انلاين خپاره کړي دي.

د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس په وينا، “اسلامي دولت” نومې ډلې ويلي، بريدګرو له پوليسو څخه سپکې وسلې هم اخيستې او له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، پوليس په دغه سيمه کې پر ګزمه وو چې موټر یې درول شوی او ډزې پرې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *