د سوریې هوايې ځواکونو د داعش د ښځو په کمپ برید وکړ
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/04/150702201415_us_air_force_f-15e_640x360_usairforce.jpg)
د«تاس» خبري آژانس د عربي رسنیو د خبر له مخې وایي؛ چې د سوریې هوایي ځواکونو په رقه کې چې د «اسلامي دولت» لخوا د خلافت د پلازمینې په نوم اعلان شوي، د تروریستانو په مرکز کره بریدونه تر سره کړي دي.
ددغو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې د هوایي بریدونو په پایله کې ۲۲ بهرني اجیران او په همدي ډول د «اسلامي دولت» په کمپ چې ښځو په کې پوځي ښوونې تر لاسه کولي، د هوایې بریدونو په پایله کې ۱۳ تنه نور وژل شوي دی. په خبر کې زیاته شوی چې ټول دغه وژل شوي جګړه ماران د «کاتب الحسن» د ډلې غړي وو.