د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې تازه راپور وايي، چې د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ځان وژنې پېښې ۲۴٪زیاتې شوي دي.

د راپور په اساس یوازې په ۲۰۱۴ کې په امریکا کې ۴۲۷۷۳ کسانو ځانونه وژلي دي، چې ۳۳۱۱۳ یې نارینه او ۹۶۶۰ یې ښځې دي. ​په داسې حال کې چې په ۱۹۹۹ کال کې بیا ۲۳۴۵0D46FAD6-222A-4C97-8D56-C51005A66262_w640_r1_s۸ نارینو او ۵۷۴۱ ښځو ځانوژنې کړې وې.

د امریکایانو د ځان وژنې پېښې له ۲۰۰۶ کال نه وروسته خورا زیاتې شوې، په دغه کال کې اقتصادي ستونزې زیاتې چې بیا د ۲۰۰۸ کال اقتصادي بحران وزېږوه.

د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په امریکا کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې، چې دا بهیر له ۲۰۰۶ کال راورسته چټک شو

د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ، په دواړو نارینو او ښځو کې، د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي

په ۲۰۱۴ کال کې د ځانې وژنې عمده وسیله، تومانچه او ټوپک و، چې په هرو سلو کسانو کې ۵۵.۴ فیصده خلکو په همدې وسیلو ځانونه وژلي دي.

د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په دواړو ښځو او نارینو کې د زندۍ کولو پېښې هم لوړې شوي دي.

د نورو وسیلو تر څنګ، ډېرو خلکو ځانونه زندۍ کړي هم دي.

په تور پوستو کې د ځان وژنې پېښې کمې شوي دي.

په امریکا کې معمولآ نارینه تر ښځو ډېر ځانونه وژني، خو په نویو ارقامو کې دا خبره بر عکس ده او د ښځو ځانې وژنې زیاتې شوي دي.

د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې، تر ۷۵ کلونو کم عمره نارینو کې د ځانې وژنې پېښې ۴۳ فیصده پهښځو کې بیا دا پېښې ۸۰ فیصده زیاتې شوي دي.

د ځان وژنې وسایل

د ځان وژنې بڼې هم بدلې شوي دي، راپور وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې په سلو کې ۵۵ نارینو په ډزو ځانونه وژلي دي. په هرو سلو ښځو کې بیا ۳۱ یې ځانونو په ډزو وژلي خو ډېرو نورو یې بیا زهر او زهري مواد خوړلي دي.

پر دې سربېره زندۍ کول- اختناق- هم د ځان وژنې بله وسیله یاده شوې ده، په ۱۹۹۹ کال کې د ځان وژنې په هرو پنځو پېښو کې یوه د زندۍ وه، خو په ۴۰۱۴ کال کې په هرو پنځو ځان وژونکو کې څلورو ځانونه زندۍ کړي دي.

خو، ښه خبر دا دی، چې په تور پوستو کې د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ځان وژنې پېښې پام وړ کمې شوي دي.

کارپوهان په دې باور دي، چې له هغو خلکو سره باید مرسته وشي چې د ځان وژنې هوډ لري. څېړونکي د ستونزو د سمدستې حل لپاره د ټوپکو،تومانچو، زهرو او نورو وژونکو وسایلو ختمول او کمول د ځان وژنې په مخنیوي کې مهم بولي او وايي چې د اوږد مهال لپاره به د دا ډول خلکو درملنې ته لار پرانیزي.

د ځان وژنې پېښې داسې مهال زیاتې شوي، چې، د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول اداره وايي په عمومي ډول د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *