د ترهګریزو بریدونه د ترسره کولو موخه د افغانانو وژل ده
د ترهګریزو بریدونه د ترسره کولو موخه د افغانانو وژل ده
\د تيري ورځې په څير د بريدونو په تر سره کولو سره د ترهگرو موخه يواځې د بيگناه افغانانو د ويني تويول ده
ولسمشر له دې سره ويلي: وسله وال طالبان له دي امله په دي ډول بريدونو لاس پوري کوي چي له افغان امنيتي ځواکونو سره يي د مخامخ جگړې وړتيا له لاسه ورکړې ده
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې. ښاغلي غني ویلي، حکومت به د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه خپلې سیمه ایزې او نړیوالې هڅې وکړي او په ټول واک او ځواک سره به د ترهګرو پر وړاندې لاس په کار شي او د تورن کسان به د قانون منګلو ته وسپاري.
ولسمشر له دې سره چې په دې پښه یي ژوره خواشیني ښودلې ویلي یې دي، ددې ډول بریدونو په تر سره کولو سره د ترهګرو روښانه موخه د بیګناه افغانانو وژل او ددوی د وینو تویول ده او دوی ځکه په دې ډول بریدونو لاس پورې کوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یي د جګړې وړتیا له لاسه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم د تیرې ورځې په برید کې خپل لاس لرل رد کړي ویلي یې دي، ددوی د څیړنو له مخې دا برید وسله والو طالبانو نه دی تر سره کړی. د مالوماتو له مخې د تیرې ورځې په برید کې چې په مکروریانو کې تر سره شو د دریو بهرنیانو په ګډون څوارلس کسان وژل شوي او شپږ شپته نور ټپیان دي. تر اوسه ددې برید پړه چا او نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستې.