په هلمند ولسوالی کې مسولین وایي، وسله والو طالبانو له تیرې شپې راهیسې د ملي اردو پر یوه لوی مرکز برید کړی او د ملي اردو سرتیرو ته یي درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د موسی قلعې ولسوالۍ اوسیدونکی او د ولایتي شورا غړي عبدالمجید آخند زاده زیاته کړې: په دې مرکز کې له اتیا تر سلو سرتیرو شتون درلود او له دوی څخه یواځې پنځه ویشتو سرتیرو ځانونه ولسوالی ته را رسولی او د پاتې نورو برخلیک نه دی روښانه.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف ددې برید په پخلي سره ویلي، په دې نښته کې یو دیرش سرتیري وژل شوي او اوه نور یي ژوندي نیولي دي خو په هلمند کې د ملي اردو مطبوعاتي دفتر دطالبانو دا ادعا رد کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *