ویکي لیکس د عربستان(۵۰۰۰۰۰) محرمانه ا سناد خپروي

ويکي ليکس وبسايت اعلان کړی چي تر راتلونکو خو اونيو به د عربستان ۵۰۰۰۰۰ ديپلوماتيک اسناد خپاره کړي

دي سايت د جمعي په ورځ دا ډول شپيته زره اسناد خپاره کړي چي ډيری يي د عربستان پر بهرنيو چارو وزارت تړاو درلود او يو شمير يي محرمانه وو

د ويکي ليکس له لوري د وينا پاڼې له خپريدو وروسته سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت په ټويټر پاڼه کي له خپلو هيوادوالو غوښتي ترخو هغه اسنادو له کتو او تر لاسه کولو دده وکري کوم چي ددي هيواد د ملي امنيت پر وراندي او د چلوتو له مخي د خپريدو په حال کي دي

د سعودي عربستان ديري دا اسناد په عربي ژبه د ليکونو   تلگرافونو او ايملونو په بنه دي چي په بيلا بيلو هيوادونو کي د سعودي عربستان له سفارتونو او يا نورو ارينو ادارو خخه خپاره شوي دي. د ریپوټونو له مخې که چیرې ددې اسنادو شتون ریښتینی وي کیدای شي، چې له ایران، د سوریې له دولت دمصر له پوځي حکومت له نورو سیمه ایزو هیوادونو سره د مخالفت او د ایران اټومي پلان په هکله له هوکړې سره ددې هیواد د لاسوهنو او اختلافاتو په تړواو اسناد تر لاسه شي

له دې اسنادو څځه په یوه کې یي چې په دوه زره دولسم کال کې چمتو شوی د ایران اټومي پلان په هکله له خبرو سره ددې هیواد مخالفت په ښکاره ښودل شوی دی په دې لیک کې چې په تهران کې د عربستان له سفارت څخه ددې هیواد بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی ویل شوي د امریکایانو له لوري د منځګړي استول چې دترکیې له لوري وو خواشیني ښوودل شوې ده

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ویکي لیکس څه ډول دا اسناد تر لاسه کړي دي خوپه خپل ویب سایت کې یي د یمني پوځ پر پوځي کمپیوټرونو د عربستان سایبري بریدونو ته نغوته کړې ویلي يي دي چې په ریاض کې چارواکیو ددې برید رامنځ ته کیدل منلي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *