په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/05/8241C1A2-EF72-4E8B-AFE6-94491486B13E_w640_r1_s.jpg)
په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي
د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي؛ د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند په یوې غرنۍ سیمه کې د نړېوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۷ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل وویل؛ تېره ورځ له غرمې وروسته د نړېوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د خاص کونړ او د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ترمنځ په غرنۍ سیمه کې برید کړی چې په کې د جنود خراسان ډلې اوو تنه وژل شوي دي .
سید خیل وایي، په وژل شویو کې د کونړ لپاره د جنود خراسان قومندان حقیار هم شامل دی. ده زیاته کړه چې په برید کې ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی .
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې حملې په اړه خبري رسنیو ته څه نه دي ویلي.