د عراق په پلازمینه کې د يوه کورنۍ د غړو سرونه غوڅ شوي
د عراق په پلازمینه کې د يوه کورنۍ د غړو سرونه غوڅ شوي
د عراق پوليس وايي، چې د بغداد په سويل کې وسلوالو، د يوې کورنۍ د ۶ تنو سرونه غوڅ کړي دي.
د «سومريه نيوز» د رېپوټ له مخې، وسلوالو د پنجشنبې په ماښام پر يوه کور برید کړی دی، او ۶ تنو څخه یې سرونه پرې کړي، چې ۲ ماشومان او ۲ ميرمنې په کې شاملې دي.
امنيتي ځواکونو سیمه کلابند کړې، مړي يې عدلي طب ته سپارلي او د پېښې په هکله يې پلټنې پیل کړي دي.