د افغانستان د خبریالانو شورا پخواني ولسمشر ته د بیان د ازادۍ د اتل لقب او جایزه ورکړه.

په کابل کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې و نمانځل شوه چې د خبریالانو د ملاتړ د ټولنو په وینا په دغه هېواد کې د تېر میلادي کال د مۍ د نه تراوسه د خبریالانو په وړاندې زور زیاتی ۷۰ په ۱۰۰ زیات شوی دی.

په همدغه ورځ د افغانستان د خبریالانو شورا پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بیان د ازادۍ د اتل لقب او جایزه ورکړه.

د دغې شورا ویاند بشیر هاتف وویل چې دوی ځکه پخوانی ولسمشر په دغه لقب وویاړه، چې په افغانستان کې د ده په خبره مطبوعاتو تر بل هر وخت ډېر، د هغه د واکمنۍ پر مهال، وده او پرمختګ وکړ.

ښاغلي هاتف وویل ” موږ ځکه اوس دا کار وکړ چې، د هغه واکمني ختمه شوې او په اړه یې ښه قضاوت کېدی شي، بل هدف مو دا دی چې نور افغان چارواکي او مشران هم وهڅول شي چې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کار وکړي هاغسې چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال شوی دی.”

ښاغلی هاتف وايي له یو شمېر خبریالانو او د خپلې شورا د غړو سره له سلا مشورو وروسته، حامد کرزي ته دغه لقب ورکړ. د خبریالانو شورا د ښاغلي هاتف په خبره د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې څانګې لري چې څه باندې ۱۲۰۰۰ غړي او کار کوونکي لري.

په خپله حامد کرزی وايي د بیان ازادي یوه لاسته راوړنه ده او دا لاسته راوړنه خلکو په خپله لاس ته راوړې ده. نوموړي وویل د بیان له ازادۍ به دفاع کوي او هیڅکله به د مطبوعاتي ازادي خطر ته پرې نه ږدي.

دی وايي ‪”تر ریاست جمهوري وروسته چې زه یو متقاعد سړی یم، او د افغانستان د یوه شهروند په توګه تاسې سره خبرې کوم، دا خویشتنداري اوس هم لرم، مګر هلته چې د افغانستان ملي منافع کاملا او شدیدا ایجاب کوي، بیا به نو له دې خویشتندارۍ څخه لاس اخلم، او د مطبوعاتو او رسنیو او د بیان د ازادۍ په دفاع کې او د افغانستان د ملي منافعو په دفاع کې به چې څه ضرور وي، هغه به وایو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *