لغمان کې ١٦ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه توغندويي بريد کې ١٦ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک وويل چې دا پېښه تېر ماښام ناوخته ددې ولايت د ا لينګار ولسوالۍ د منګو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوى يو توغندى په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلى چې له امله يې ديوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، په وژل شويو کسانو کې څلور میرمنې او يو نارينه دى او ټپيان ټول ښځې او ماشومان دي.
د والي وياند وايي چې د ټپيانو له ډلې څخه شپږ تنه يې د لغمان د عامې روغتيا په روغتون او ۵ تنه يې د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي وويل چې دوى ته ياد ټپيان راوړل شوي وو.
هغه زياته کړه، د يو شمېر ټپيانو حالت ښه نه و، هغه يې جلال اباد ته لیږلي او د پاتې نورو درملنه همدلته په لغمان کې کېږي .
د سيد محمد په نامه د الينګار ولسوالۍ يو تن اوسیدونکي وويل چې پرون په سيمه کې جګړه روانه وه او د جګړې پر مهال يوه مرمۍ د ملکي وګړو پر کور لګېدلې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د الينګار په منګو سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو پر مرکز توغندويي بريد کړى او درې سرتیري يې ټپيان کړي دي.
د لغمان سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي د مخالفو وسله والو دغه غير اسلامي او غير انساني کړنه په کلکه غندلې ده.