په هيواد کي په بدو کي د نجونو وکړې دود کچه ټیټه شوې ده
په هيواد کي په بدو کي د نجونو وکړې دود کچه ټیټه شوې ده
د ابتکار آزادي او مدني موسسي له لوري په تر سره شوي ځيړنه کي ددي ناوړه دود د کمښت لاملونه په دي برخه کي د خلکو پوهاوی او د ليک لوست کچي لوړوالی شودل شوی دی
د هیواد په یو شمیر سیمو کې د بدو ورکول یو ناوړه دود دی. په ځینو سیمو کې د ښځې یا نجلۍ په بدو کې ورکول د ستونزې د هواری له امله دود ګرځیدلی. په هغه څیړنه کې چې د ابتکار آزادې او مدنې موسسې له لوري د کابل پنجشیر او پروان و لایتونو په نهو ولسوالیو کې یي تر سره کړي ښکاري چې له دوه زره یو کال راهیسې د دې ناوړه دود کچه له دوه زره یوکال راهیسې ټیټه شوې ده.
د وژنې، تیري او له کوره د تیښتې پر مهال د بدو دود تر سره کیږي، د حکومت کمزورتیا او د قانون نه پلي کیدو له امله تر اوسه هم دا ناوړه دود د هیواد په ځینو سیمو کې پلی کیږي.
نومه وړې موسسې په هیواد کې په بدو کې د نجونه او میرمنو د ورکولو مخنیوي په موخخه له عدلیې وزارت څخه غوښتي ترڅو په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي لپاره نورې هځې وکړي او کوټلي ګامونه پورته کړي.
له دې سره له عدلې او قضایي ادارو څخه هم غوښتل شوي ترڅو په دې تړاو د پیښو پر وړاندې له جدیته کار واخلي او هغه کسان چې په دې ډول ناستو کې ګډون کوي سخته سزا ورکړي.