د حوثيانو مشر(عبدالماليک حوثي) عربستان د يمن د نيولو په هڅه تورن کړی دی

ده پر يمن د عربستان له بريد وروسته په لومړنۍ وينا کي ويلي: دوی به هيڅ کله د عربستان بريدونو ته سر ټیټ نکړي او له ټولو لارو څخه په کار اخستني سره به د عربستان د تيري پر وړاندې ودريږي

د حوثیانو یا انصارالله ډلې مشر په دې وینا کې ویلي: عربستان د امریکا او اسرایلو په ملاتړ پر یمن برید کړی دی او سعودي عربستان د یمن د نیولو هڅه کوي.

ده ویلي امریکا پر یمن د تیري کونکو هیوادونو ملاتړ کوي او دې هیواد پر یمن د برید جواز صادر او تر اوسه یي ترې ملاتړ کړی دی.

عبدالمالک حوثي ویلي: د یمن اوسیدونکي د عربستان د بریدونو پر وړاندې د مقاومت حق لري او د ځان ساتنې په موخه به له هرې لارې کارواخلي او عربستان تیري ته به سر ټیټ نکړي. د ویلي د عربستان په مشری ایتلاف د یمن ټولنې بنستیزې ودانې او سیمې بمبار کړې او عربستان د یمن په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نلري بلکې یوآځې یمنیان کولای شي خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د حوثیانو مشر پر یمن د سعودي عربستان په مشرې د ایتلاف هوایي بریدونو په پنځه ویشتمه ورځ د خبرې کړې دي. د ایتلاف ویاند ویلي: ددوی جنګي ا لوتکو په تیرو دریو اونیو کې پر یمن له دوه زره ډیر بریدونه کړي او حوثیانو ته یي ډير زیان اړولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *