د هلمند ولايت مرکز په لومړۍ حوزي ډله ايز بريد له لسو ساعتونو وروسته پاي ته ورسيد

بريد د دوه بريدگرو له لوري تير ماښام په شپزنيمو بجو پيل او نن سهار تر پنځو بجو يي دوام درلود. بله خوا د کنړ ولايت په سرکاةو ولسوالی کي پوليس له کلابنديه خلاص او ځيني سيميي له دوي څخه پاکي کړې دي

د لښکر ګاه پر لومړۍ حوزې برید تیر ماښام د دوه بریدګرو له لوري پیل شو. د امنیې قومندان(نبي جان ملاخیل) ویلي: لومړی برید ګر په لومړیو ساعتونو کې د پولیسو له لوري ووژل شو، خو دوهم بریدګر امن ځای ته په رسیدو کې بریالی او د سهار تر پنڅو بجو یي مقاومت وکړ. ددوی په وینا په دې برید کې درې پولیسو ټیان، دوه بریدګر وژل شوي او د حوزې دوه خونې سوځول شوي دي. خو ځینې سرچینو ویلي چې د عامه نظم د اومې لوا قومندان(جنرال غلام سخي غفوري) په دې برید کې په لاس ټپي شوی دی. د لښکر ګاه ایمر جنسۍ روغتون مسولین وایي، دوی ته درې مړي چې یوه ملکي جامې درلودې او یولس ټپیان وروستل شوي دي.

بله بلې خوا د کنړ ولایت د امینې قومندان(عبدالحبیب سیدخیل) په سرکاڼو ولسوالی کې د وسله والو له لوري د کلابندی له ماتیدو خبر ورکړی ویلي یي دي: د کلابندی پر وړاندې عملیات د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له لوري تر سره شوي چې د څلورو ورځو په لړ کې ځینې سیمې له وسله والو مخالفینو هم پاکې شوې دي.

دا عملیات د هغه پولیسو د ژغورنې په موخه تر سره شوي کوم چې د وسله والو لوري کلابند شوې وو.

د کنړ امنیې قومندان ویلي: په ډې څلور ورځینیو عملیاتو کې شپږ وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *