په کندز کې د طالبانو د یوې سمڅې کشف او له مینځه وړل

د کندز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې،د طالبانو اړوند یو تونل کشف او له مینځه وړل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،کومانډو ځواکونو تیره شپه دغه عملیات د امام صاحب ولسوالۍ په لویدیځ کې ترسره کړي دي.

دفاع وزارت وایي چې په دغه عملیاتو کې د کومانډو ځواکونو له لوري د ۲۱۱ مترو په اوږدوالي یو تونل کشف او له مینځه وړل شوی دی.

د سرچینې پر وینا، دغه تونل د طالبانو له لوري د بریدونو او تخریبي کړنو په هدف جوړ شوی وو.

له بله پلوه، په دغه عملیاتو کې د امام صاحب په لویدیځ کې ۶ کلې تصفیه شوي او له ۴ کیلو مترو څخه زیات په ماینونو پوښل شوی سړک هم د ماینونو له شتون څخه پاک شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې،په کندهار ولایت کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په برید کې ۲۵ تنه طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت وایي چې طالبانو د «زیړۍ» او «ارغنداب»ولسوالیو په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پلان درلود؛ مګر د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۲۵ تنه طالبان وژل شوي،۸ تنه ټپیان شوي،دوه پټن ځایونه،۳ موضع او یو شمېر سپکې او درنې وسلې یې له مینځه وړل شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *