د کابل چاودنه تلفات نه لري

د کابل پولیس وایي چې د مخابراتو د وزارت د کارکوونکو پر موټر د چسپکي ماین په ترسره شوي چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار(مرغومې ۲۹) د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د مخابراتو د وزارت اړوند پر یوه پراډو ډوله موټر چاودنه ترسره شوي ده.

د کابل د پولیسو ویاند،فردوس فرامرز،ددغه پیښې په تاییدولو سره ویلي دي چې په چاودنه کې چاته زیان اوښتی نه دی.

نوموړي څرګنده کړه چې د پراډو موټر لږ تخریب شوی دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص يا ډلې ددغه چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

سره له دې چې په دې وروستیو ورځو او میاشتو کې په کابل کې د چسپکي ماینونو چاودنو زیاتوالی موندلی دی؛مګر هیڅ ډله یې مسوولیت پر غاړه نه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *