ننګرهار کې د محکمې یو کارکوونکی و وژل شو

د ننګرهار چارواکي وایې ، نامعلومو وسله والو د دې ولایت د جلال اباد ښار څلورمې ناحیه کې د استیناف محکمې پر کارکونکو ډزې کړې چې له امله یې د محکمې  یو تن کارکونکی  وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د ننګرهار استیناف محکمه وايي، ناپېژانده وسلوالو نن  د مرغومي په ۲۴ نیټه سهار نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د محکمې پر کارکوونکو ډزې کړي ، چې یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د دې پیښې مسولت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *