د کابل په چاودنه کې د څلورو تنو مرګ ژوبله

د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزه کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې  دغه پیښه نن د لیندۍ په«  ۲۳  »نیټه سهار د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند د پروان هوټل ته نږدې رامننځ ته شوې .

د کابل پولیس د دې پیښې د تاید سربیره وایې دغه چاودنه په یوه زرې لنډکروزر موټر د نښلول شوي ماین له امله وه .

د پولیسو ځینې مسولین وایې،  په دې چاودنه کې په موټر کې له ناستو کسانو څخه دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

تصویرونو کې هم ښکاري ، چې دغه تور لنډکروزر موټر اور  اخیستی او ډیره برخه یې له منځه تلې ده .

عیني شاهدانو هم ویلي ، چې په یاد موټر کې ناست څلور تنه د امبولانس په وسیله انتقال شوي دي .

تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .

د کابل ښار تیره ورځ د خیرخانې له سیمې څخه د راکټي بریدونو شاهد وو ، چې د  لسو راکټي بریدونو په پایله  کې یوتن و وژل شو او دوه تنه ټپيان شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *