ننګرهار کې یو سیمه یز قومندان د کورنۍ له څلورو غړو سره یو ځای وژل شوی
د ننګرهار چارواکي وایې، د چپرهار ولسوالۍ د نوي جوړ شوي سیمه ییز ټولي قوماندان له خپل ورور او دوو خپلوانو سره د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لیندۍ په « ۸ » نیټه سهار نامالومو کسانو د سره رود ولسوالۍ اړوند «ګنده چشمې» کلي کې د چپرهار ولسوالۍ د نوي سیمه ییز ټولي قوماندان له خپل ورور او دوو خپلوانو سره په ډزو وژلي دي.
نوموړی زیاتوي په دې پیښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت کومې وسله والې دلې نه دی منلی.