په تخار کې یوه ښځه او دوه سړي په ډزو ووژل شول
وسله والو کسانو د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه او دوه سړي په ډزو وژلي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په «شینګان»کلې کې رامنځته شوي ده.
د تخار پولیس وایي چې په دغه پیښه کې د وسله والو کسانو له لورې یوه ۲۲ کلنه ښځه او دوه ۳۰ کلن او ۲۳ کلن سړي وژل شوي دي.
د سرچینې پر وینا،دغه درې تنه د یوې جرمې دوسیې لپاره د شاهدانو په توګه محکمې ته حاضر شوي وو او کور ته د ستنیدو په لار کې د وسله والو کسانو له لورې وژل شوي دي.
د تخار پولیسو په دې اړه د څیړنو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددغه پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.
جنایي جرمونه د تخار ولایت د اوسیدونکو یوه لویه ستونزه ده چې په دې وروستیو کې يې اندیښنې زیاتې کړي دي.