پر کابل پوهنتون د برید د هستۍ یو بل غړی هم ونیول شو

د جمهوري ریاست لمړی مرستیال وایي چې پر کابل پوهنتون د برید د مستقیمو ګډونوالو او اصلي هستۍ یو بل غړی هم نیول شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،امرالله صالح ویلي دي چې نیول شوی شخص «رحمت الله»نومیږي او د کابل پوهنتون له برید سره مستقیمې اړیکې لري.

نوموړي د نن ورځې د سهار شپږنیمو(لړم ۲۸) غونډې څخه وروسته څرګنده کړه چې د محرمیت ساتلو په موخه یې د نیول شویو کسانو د اعترافونو خپرول ځنډولي دي.

صالح د کابل پوهنتون له ریاست څخه وغوښتل ترڅو د یوه علمي ادارې په توګه چې ددغه جنایت له کبله یې زیان لیدلی د دعوې اقامه وکړې؛او په دې دلیل چې پر کابل پوهنتون او  کوثر روزنیز کورس بریدونه د بشریت پر وړاندې جنایت شمېرل کیږي،باید د افغانستان او نړۍ ټول پوهنتونونه د دا ډول جنایت کارانو پر وړاندې همغږي شي.

د جمهوري ریاست لمړي مرستیال هیله وښوده چې د افغانستان د بشري حقوقو کمیسیون دې له خپل همیشني عادت څخه چې یوازې نیوکه کول دي بهر شي او باید ددغه ډول بریدونو پر وړاندې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره لستوڼي رابډ وهي او کار وکړې.

د نوموړي پر باور«خلک تمه لري چې د افغانستان د بشري حقوقو کمیسیون به د  هغوې د حقوقو په اړه د لیکلي راپور هاخوا په نړیوالو پوهنتونونو او نړیوالو موسساتو کې خبرې وکړې. »

د صالح د مالوماتو له مخې،د عزت الله په نوم د داعشي طالبانو یو غړی چې غوښتل یې له صرافانو څخه سل زره ډالر باج ترلاسه کړې او د ویرولو لپاره یې پر هغوې لاسي بم هم غورځولی وو او همدارنګه د «محمد ظاهر»په نوم شخص چې د سلیمان په نوم د ملي امنیت یو کارکوونکی یې ترور کړی وو نیول شوي دي.

د کابل امنیتي مسوول وایي چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې کابل د کومې لويې جنایي پیښې شاهد نه وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *