پر «سیاه خاک» د طالبانو برید پر شا وتنبول شو

په داسې حال کې چې د میدان وردګو ولایت چارواکو سکوت کړی دی؛مګر ولسي سرچینې وایي چې د جلریز ولسوالۍ پر «سیاه خاک» سیمه باندې د طالبانو په ملاتړ د کوچیانو درانده تهاجمي بریدونه د امنیتي ځواکونو له لوري په شا تنبول شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،کوچیانو او وسله والو طالبانو تیره ورځ د «سیاه خاک»په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته او د هستوګنې په کورونو درانه بریدونه ترسره کړي دي.

ولسي سرچینې وایي چې دغه بریدونه د ولسي ځواکونو مقاومت جبهې د غاښ ماتونکي برید سره مخ شوي دي.

ددې سرچینو پر وینا،د ولسي خلکو او مقاومت جبهې سرتیري په سیمه کې د امنیت د تامینولو په حال کې دي او د بریدګرو هر ډول برید ته چمتو دي.

دې سرچینو څرګنده کړه چې په وروستي برید او نښته کې ولسي پاڅون کوونکو ته کوم زیان اوښتی نه دی؛مګر یو شمېر کوچیانو ته مرګ ژوبله اوښتي  ده.

د میدان وردګو ولایت سیمه اییزو سرچینو په دې اړه نظر وړاندې کړی نه دی.

د جلریز په ولسوالۍ کې په هزاره میشتو سیمو باندې د کوچیانو بریدونه اوسني نه دي او هر کال ترسره کیږي او سره له دې چې جمهور رییس غني او ټیم یې ددې ستونزې د حل لپاره بیلابیلې ژمنې کړي دي؛مګر هیڅ بدلون رامنځته شوی نه دی،بلکه اوس طالبان د کوچیانو څخه ملاتړ هم کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *