عبدالله هند ته ولاړ

د ملې مصالحې شورا رییس د خپلو سیمه ییزو سفرونو په لړ کې د هندي چارواکو سره د لیدنې په موخه نوې ډهلې ته سفر وکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دکتور عبدالله عبدالله ،نن (تلې۱۵) د مصالحې د عالي شورا د یوه لوړ رتبه پلاوې په مشرۍ هند ته ولاړ.

د مصالحې عالي شورا وایي چې دغه سفر د سیمه اییزو سفرونو په سلسله کې د سولې د هلو ځلو لپاره د ملاتړ جلبولو او هند د حکومت د رسمي بلنې په صورت کې ترسره کیږي.

دوکتور عبدالله د خبریالانو سره په لنډو خبرو کې څرګنده کړه چې ددې سفر په جریان کې به د هند د لمړي وزیر،بهرنیو چارو وزیر،ملې امنیت له مشاور او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره وګورې او ددغه هېواد  یوې څیړنیزې ادارې ته به وینا وکړي.

د مصالحې د عالي شورا رییس به د هندي چارواکو سره په دې لیدنه کې،د افغانستان د سولې د پروسې،دوحې د مذاکراتو،فرصتونو او ستونزو او د افغانستان د سولې د هلوځلو لپاره د سیمه ایزې اجماع او ملاتړ په اړه بحثونه وکړې.

د هند ملاتړ د افغانستان د یوه ستراتیژیک  متحد او په سیمه کې د یوه اغیزمن هېواد په توګه کولای شي د سولې په خبرو اترو کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې دکتور عبدالله له دې وړاندې اسلام اباد ته سفر کړی او د پاکستاني چارواکو د ښه هرکلي سره مخ شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *