د کابل ـ کندهار لویه لار پرانیستل شوه

د غزني ولایت د ناراضه وګړو د لاریونونو په پاې ته رسیدو سره د کابل ـ کندهار لویه لار بیا ځلې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،د غزني خلکو د بې امنیتیو د زیاتیدو او په دغه برخه کې د سیمه ایزو چارواکو د نه پاملرنې له امله له څو ورځو راهیسې لاریونونه پیل کړي او د کابل ـ کندهار لویه لار یې تړلي وه.

مګر د غزني سیمه ایز چارواکي وایي چې لاریون کوونکو نن(وږي ۱۶) خپل لاریونونه پای ته رسولي او عمومي لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي ده.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په اوس وخت کې د لاریونوالو  «قناعت»حاصل شوی او لویه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي ده.

اعتراض کوونکو تیره اوونۍ په غزني ولایت کې د امنیت په تامینولو کې د امنیتي او سیمه ایزو چارواکو د پاتې راتګ په پار لاریونونه پیل کړي او عمومي سړک یې د ترافیکو پر مخ تړلی وو.

اعتراض کوونکو ټينګار درلود چې والي،د پولیسو قومندان او د ملې اردو چارواکي دې له دې ولایت څخه لرې شي.

ویل کیږي چې په همدې موخه د سیمه ایزو ارګانونو رییس د اعتراض کوونکو د استازو سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزني ولایت په رهبرۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې ده.

غزنی د هېواد د نا امنه ولایتونو له جملې څخه دی چې ځینې برخې یې د طالبانو په کنټرول کې دي او څو ځله ددې ولایت مرکز هم سقوط شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *