په تاجیکستان کې د اوبو کمښت؛د کابل بریښنا نوبتي شوه

د بریښنا ریاست وایي چې په تاجیکستان کې د اوبو د کمښت له کبله،کابل ته په واریدونکي بریښنا کې کمبود راغلی او د ستونزې تر حلیدو پورې به په نوبتي ډول ویشل کیږي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، تاجیکستان د اوبو د کمښت له امله،د له نن ورځې( زمري ۶) څخه د خپلې وارداتي بریښنا اندازه د ۳۵۰ میګا واټو څخه ۴۰ میګا واټو ته کمه کړي ده.

د بریښنا ریاست وایي چې په همدې وجه یې د ازبکستان سره خبرې اترې او مذاکرات پیل کړي دي تر څو د بریښنا د کمښت ستونزه حل شي.

د سرچینې پر وینا،په نورمال ډول د بریښنا تر نښلول کېدو پورې به په کابل کې په نوبتي ډول بریښنا ویشل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا په تودیدو سره،د بریښنا ریاست یو وار بیا په خپلو برنامو کې له ماتې سره مخ شوی او د پلازمینې اوسیدونکي باید شپې او ورځې ګرمي وزغمي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *