میدان وردګ کې موټر بم برید
بیړنی؛ د میدان وردګ سیمه یز مسولین وایې په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو موټر بم برید ترسره شوی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د سرطان په (۱۹) نیټه سهار مهال په سیداباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې .
د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریف زوی له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تائید کړه.
نوموړي زیاته کړه، د دغه موټر بم برید موخه امنیتي پوستې وې .
شریف زوی د دې حملې د زیان په اړه معلومات رانه کړل.
تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جزیات وروسته …