د غزني د «ده یک»ولسوالۍ د پولیسو قومندان ووژل شو

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې په پایله کې ددغه ولسوالۍ د پولیسو قومندان د دوه تنو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار وختي(چنګاښ ۱۸)د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د پولیسو د قومندان موټر د سړک د غاړې د ماین هدف وګرځید.

د غزني سیمه ایز چارواکي وایي چې دغه چاودنه هغه مهال ترسره شوه چې د ده یک ولسوالۍ د پولیسو قومندان،حبیب الله د طالبانو د برید د په شاتنبولو لپاره د حرکت په حال کې وو.

د دغه چارواکو پر وینا،په دې چاودنه کې د ده یک ولسوالۍ د پولیسو قومندان د دوه تنه نورو ساتونکو سره یوځای وژل شوی او موټر یې تخریب شوی دی.

وسله والو طالبانو نن سهار وختي د ده یک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید ترسره کړی وو.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه چاودنې د مسوولیت اخیستو ترڅنګ وایي چې په دغه چاودنه کې د قومندان حبیب الله په ګډون څلور پولیس سرتیري وژل شوي دي.

دا دویمه چاودنه او چاودیدونکی برید دی چې طالبانو یې پړه پر غاړه اخیستي ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د تاوتریخوالي کمښت له مهمو مواردو له جملې څخه دی چې لا تر اوسه عملي شوی نه دی او برعکس یې د طالبانو بریدونو زیاتوالی موندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *