د لوې څارنوالۍ پنځه تنه کارکوونکي په یوه وسلوال برید کې ووژل شول

د کابل د ده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لوې څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر باندې د وسله وال برید په پایله کې ددغه ادارې پینځه تنه کار کوونکي وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار(چنګاښ ۲ مه) د کابل ښار په نونلسمه امنیتي حوزه کې د ده سبز ولسوالۍ پر سړک رامنځته شوي ده.

لوې څارنوالي ددې وسلوال برید په تاییدولو سره وایي چې ددې ادارې د کارکوونکو موټر تر وسله وال برید لاندې نیول شوی دی.

د لوې څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې برید کې،د دوه څارنوالانو،دوه کارکوونکو او یو موټر چلونکي په ګډون ددې ادارې پینځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د ناڅرګنده وسلوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *