په کابل کې یوه نجلۍ د انسان تښتونکو له منګولو څخه ازاده شوه
د کابل پولیسو په یو لړ هدفي عملیاتو کې په پلازمینه کې یو ۱۲ کلنه ماشومه د انسان تښتونکو له منګولو ازاده کړه.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنیو چارو د وزارت د نن ورځې(غبرګولي ۲۵)د خپرپاڼې څخه یې نقل کړی دی،تیره شپه د کابل د اوولسمې حوزې په مربوطاتو کې یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ ته د انسان تښتونکو له منګولو څخه نجات ورکړل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ۱۲ کلنه ماشومه ۱۲ ورځې وړاندې د څلورمې امنیتي حوزې څخه انسان تښتونکو اختطاف کړي وه.
د خبرپاڼې څخه په نقل،په دې اختطاف کې دوه تورن کسان د پولیسو سره له وسله والې نښتې وروسته نیول شوي دي.
دغه ماشومه په داسې حال کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه ازاده شوي چې د پلازمینې اوسیدونکي د ښار په مختلفو سیمو کې د جنایي جرمونو څخه شکایت لري.