ننګرهار کې د افغانیو له کارونې راپه دې خوا نرخونه ډیر لوړ شوي،  ملامت څوک دي؟؟

د ننګرهار ګڼ اوسیدونکي شکایت کوي چې له هغه ورځې راپه دې خوا یی ښه ورځ نه ده لیدلي  چې په دې ولایت کې د افغانیو کارونه پیل شوې ده.

دوې زیاتوي مخکې،  چې کوم جنس په کلدارو په کوم قیمت اخیسته اوس یې په هماغه نرخ په افغانیو اخلي، چې دې کار له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د اقتصادي چارو کار پوه  ناصرخان شېرزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:

د جلال اباد په ښار کې د هر څه قیمتونه د پخوا په پرتله لوړ شوي دي.

«نن سبا یو مزدور په دغو ۳۰۰ افغانیو  وړه ـ غوړي ـ ترکاري اوس نشي اخیستی.

پخوا به د وړو ۴۹ کیلویي بورۍ ۱۸۰۰ کلدارې وه اوس ۱۸۰۰ افغانۍ ده یعني هرڅه د کلدارو په حساب خرڅیږي.»

نوموړی زیاتوي له یوې خوا د کرونا ناروغۍ ویرې، قرنطین او بیکارۍ خلک فقر سره مخ کړي بل خوا د خوراکي او غیرې خوراکي توکو  نرخونه لوړ دي.

د شیرزي په خبره، د نرخونو په کنټرول کې د جلال اباد ښاروالۍ هم پاتې راغلې ده ،  داسې نرخنامې یې جوړې کړې،چې نرخونه په کې له بازاره هم لوړ ؤ.

« مونږ له دوکاندارانو هم غواړو،  چې د خپلو خلکو ستونزې په نظر کې ونیسي او ظلم ونه کړي »

بل خوا د جلال اباد ښار یو شمیر هټیوال هم د ولسونو خبره حقیقت ګڼي خو دوې له خپلې اوږې بار لرې کوي او د نرخونو په لوړوالي کې تجاران ملامت ګڼي.

جمشید، چې د جلال اباد ښار ډنډ غاړه کې د انصاف چای پلورنځي مسول دی له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: دا رښتیا ده ، چې له کوم وخت نه د افغانیو کارونه شروع شوې نرخونه لوړ شوې دي دې کار مونږ او ټول خلک له مشکل سره مخ کړې دي.

نوموړی د بیلګې په توګه د یوې ۱۰ لیتره د غوړو د بوشکې د نرخ یادونه کوي. « پخوا مو لس  لیتره غوړي په ۹ ډالره اخیستل اوس یې په  ۱۴.۵ ډالره اخلو نو د تجارانو له خوا په نرخونو کې دومره زیاتوالی راغلی »

نوموړی له مسولینو غواړي، چې له تجاران سره کیني  دهغوې له خبرو او وړاندیزونو  وروسته خلک له دې ستونزو خلاص کړي.

په ورته مهال د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ مسولین هم د خلکو  ستونزې او مشکلات مني خو  په هر وخت کې د نرخو کنټرول ته د رسیدو خبره کوي.

د ننګرهار د ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم سرپرست امر  نقیب احمد اتل له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د نرخونو  لوړوالی یوازې ننګرهار کې نه دی په دې ورستیو کې دا ستونزه په ټول هیواد او نړۍ کې ده « د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره د  ګاونډیو هیوادونو لاې وتړل شوې او مونږ  خپل هیوادني تولیدات دومره نه لرو، چې اړتیا مو پوره کړي.»

نوموړی زیاتوي تر ډیره له په خوا څخه نرخونه کنټرول شوي  په ښار کې  ټولو صنفونو ته نرخ نامې برابرې شوې او وخت پروخت ورڅخه څارنه کیږي.

د افغانیو د کارولو څخه راپه دې خوا د نرخونو د کنټرول له پاره  د مختلفو اصنافو او دارتو ګډ کمیسیون جوړ شوی،چې په ښار کې د نرخونو څارنه هم کوي.

د اتل په خبره د ښاروالۍ په قانون کې د نرخ ټاکل نشته خو د مجبوریت په اساس څو خلکو ته ستونزې پیدا نه شي په هم دې خاطر ګډ کمیسون نرخ نامې جوړې کړې.

«هغه دوکاندار، چې له اصلي نرخ څخه یې  سر غړونه کړې  دوکانونه یې تړل  شوي د نغدي  جریمې ترڅنګ یې خوراکي او غیرې خوراکي توکي هم لیلام شوي دي.»

په ختیځ کې د افغانیو بشپړې کارونې ته ولسونه خوښ دي خو د نرخونو په کنټرول کې د اړونده چارواکو پوره پاملرنه غواړي او تر دې مهاله یې  په دې چاره کې بریالي نه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په ولایتونو کې قرنطین د زیاتو خلکو کارونه خراب کړي او سنګه، چې په کار وه هغسې مرستې هم ورسره نه دي تر سره شوې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *