لغمان کې د طوفان له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/06/طوفان-لغمان.jpg)
د لغمان چارواکي ، وایې د دې ولایت مرکز کې د تیز باد او طوفان له امله د ښاري محکمې دیوال راغورځیدلی، چې شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د لغمان ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دلغمان مرکز مهترلام ښار کې نن د غبرګولي په (۲۴) نیټه له غرمې وروسته درې نيمې بجې د سخت باد او طوفان له امله د ښاري محکمې ديوال راپرې وتى، چې له امله يې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي.
نوموړی زیاتوي ټپيان په وخت د مهترلام ولايتي روغتون ته انتقال شوي او د درملنې لاندې دي.