ننګرهار کې يو وسله وال طالب د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی
د ننګرهار چارواکي وایې دې ولایت کې یو طالب وسله وال د خپل ماین ښکار شوی او یوه کړی ماین د پولیسو له لورې تر چاودنې وړاندې کشف شوی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبرله مخې، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې يو وسله وال طالب، چې غوښتل يې په عامه ځای کې د بې ګناه وګړو د وژلو په موخه ماين ځای پر ځای کړي خپل ماين پرې چاودنه کړې او وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو مخالفينو له لورې يو بل ځای پر ځای شوی ماين پولیسو له چاودنې وړاندې کشف او لمنځه وړی دی.