ایران په بریالیتوب سره د ځمکې په مدار کې خپله لمړنۍ فوځي سپوږمکۍ ځای پر ځای کړه

د ایران سپاه پاسداران د ځمکې په مدار کې ددغه هېواد لمړنۍ سپوږمکۍ ځای پر ځای کړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د «نور ۱» سپوږمکۍ نن سهار(غوایي ۳) د سپاه پاسداران له لورې د دې هېواد د مرکزي کویر څخه فضا ته پورته شوه.

د ایران سپاه پاسداران وایي چې ددغه هېواد د لمړنۍ فوځي سپوږمکۍ په توګه د دغه سپوږمکۍ د درې لیږدونکو پړاونو څخه د ځمکې د مدار په ۴۲۵ کیلو مترۍ کې ځای پر ځای شوي ده.

د ایران دغه فوځي بنسټ وایي چې د سپوږمکۍ پورته کول د ایران لپاره په فضایي برخه کې یو لوی او نوي لاسته راوړنه ده.

د ایران د سپاه پاسداران عمومي قومندان «حسین سلامي» د ځمکې په مدار کې د څو هدفي سپوږمکۍ چې دفاعي سیستم هم لري د ځای پر ځای کولو وروسته وویل:«په بریالیتوب سره ددې سپوږمکۍ پورته کول د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي وړتیا ته نوی پرمختګ وربخښي او د الله په فضل سره فوځ نن فضایي شو.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *