د درمسال د پیښې د «هندو سوځونې» پر مراسمو چاودنه

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د اهل هنودو درمسال د «هندوسوځونې» درب شمشان دروازې ته نږدې چاودنه رامنځته شوي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن غرمه(وري ۷) د ۱۲:۱۵ دقیقو په شاوخوا کې د تیرې ورځې د «هندو سوځونې» پر مراسمو یوه چاودنه ترسره شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړي چې دغه پیښه د یوه مقناطیسي ماین له کبله رامنځته شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ،طارق ارین وایي چې د لمړنیو مالوماتو له مخې دغه چاودنه تلفات نه لري.

نن ورځ د ۲۴ تنو اهل هنودو د سوځونې مراسم چې تیره ورځ د کابل ښار په لمړۍ امنیتي حوزه کې د هغوې پر درمسال باندې د ځان وژونکو بریدګرو په حمله کې وژل شوي وو،د کابل په «قلعه چه» کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کیدل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *