په هېواد کې د کرونا ویروس له امله دریمه مړینه
په هېواد کې په کرونا ویروس( کوییډ ۱۹) باندې د مړینې دریمه پیښه په هرات کې د یوې ۵۰ کلنې ښځې په نوم ثبت شوه.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه نن (وري۷) ثبت شوي ده.
د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عارف جلالي ملې ټلویزون ته ویلي دي چې د مړینې تازه پیښه د یوې ۵۰ کلنې ښځې ده.
له دې وړاندې هم دوه تنه په هرات کې (یوه ښځه) او په بلخ کې ( یو سړی) پر کرونا ویروس د اخته کیدو له امله وژل شوي وو.
اوس مهال د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۰ تنه پر کرونا ویروس اخته دي چې ډیرې پیښې یې په هرات کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې اوس مهال ۲۸ تنه په کرونا ویروس اخته هغه کسان دي چې په ویروس د ککړو هېوادونو سابقه نه لري او ۲۳ تنه یې په هرات کې دي.