د بندیانو د ازادیدو له پاره د افغانستان او طالبانو دویم ځل خبرې اترې

۶ حمل ۱۳۹۹

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي چې  د طالبانو د بندیانو د خوشي کېدو لپاره د افغانستان د حکومت او دې ډلې پلاوې تر مینځ د خبرو اترو دویم پړاو به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې دغه خبرې اترې به نن (کب ۶)له غرمې وروسته ترسره شي.

نوموړي په خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې «د ا.ا.اسلامي د بندیانو د ازادیدو تخنیکي ټیم به صبا د دوحې پر وخت په ۱۲:۳۰ دقیقو د سره صلیب،امریکا،قطر او د کابل ادارې د بندیانو د ازادیدو تخنیکي ټیم او پلاوو تر مینځ ویډیو کنفرانس ترسره شي.»

شاهین وایي چې په دې خبرو اترو کې به د امریکا سره د شوي هوکړه لیک پر اساس ،د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو او د افغانستان د حکومت بندیانو د خوشي کولو زمینه سازي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې مذاکراتو لمړی پړاو درې ورځې وړاندې هم د ویډیو کنفرانس له لوري ترسره شي.

د دوه اوونیو په تیریدو سره تر اوسه هم د دواړو لوریو لخوا د بندیانو د ازادیدو هیڅ ډول پریکړه نه ده شوي او همدارنګه د بین الافغاني موقع هم مساعده شوي نه ده.

افغانستان

بندیانو

طالبانو


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.