کابل ته د امریکا د سفیر او ناټو د عمومي منشي سفر
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/02/156963450.jpg)
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک هم مهاله،ټاکل شوي ده چې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي کابل ته راشي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،جمهوري ریاست ارګ وایي چې مارک اسپر او ینس اسټولټنبرک به نن ( کب ۱۰) کابل ته راورسیږي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ،دواخان مینه پال ویلي دي چې د امریکا او ناټو دوه چارواکي به د افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ژمنې د نوې کولو پر موخه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.
همدغه راز ټاکل شوي ده چې اسپر او اسټولټنبرک به د هېواد د حکومتي او سیاسي چارواکو سره هم وګوري.