جمهور رییس غني: طالبان دې د پاکستان او ترهګریزو ډلو سره د اړیکو او خپل جرمي اقتصاد په اړه توضیحات ورکړي

جمهور رییس غني د داعش او اړونده ترهګریزو ډلو سره د اوربند پر نه کولو د احتیاط ترڅنګ؛ټینګار وکړ چې طالبان باید خپل ځان له نورو ډلو څخه جلا وګڼي  او د پاکستان او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو او امن پټن ځایونو او جرمي اقتصاد په اړه وضاحت ورکړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،جمهور رییس غني تیر ماښام د یو شمېر والیانو سره خبرې کړي او د خبرو اصلي تمرکز یې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې پر هوکړه لیک وه.

جمهور رییس غني څرګنده کړه چې د افغانستان بهرنی سیاست روښانه دی،افغانستان نه دایمي دوست او نه هم دایمي دښمن لري ،یوازي دایمې ګټې لري او سیمه ایزو بدلونونو ته په پام «هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زمونږ هېواد د خپل ستراتیژیک  ګټو لپاره وکاروي».

ښاغلي غني روښانه کړه هر هوکړه لیک چې د طالبانو سره لاسلیک کیږي،مشروط دی او افغانستان د طالبانو  سره پړاو په پړاو شرطونه لري او «که چیرې طالبان له جګړې لاس وانخلي ،شرطونه به تغییر شي.»

جمهور رییس څرګنده کړه چې د افغانستان دولت د داعش او اړونده ترهګریزو ډلو سره هیڅ ډول اوربند نه لري او طالبان باید هغوې له ځانه جلا کړي او خلکو ته د پاکستان او ترهګریزو ډلو سره د اړیکو،خپلو امن پټن ځایونو او جرمي اقتصاد په اړه توضیحات ورکړي.

د نوموړي د وینا پر اساس،د سولې د پروسې په نوې مرحله کې هیڅکله ددې اجازه نه ورکول کیږي چې د سولې پروسه قومي،سمتي او ډله ایزه شي،ځکه چې سوله یوه ملې پروسه ده او د افغانستان ټول خلک ورسره اجماع لري.

جمهور رییس غني وضاحت ورکړ چې نن افغانستان،د تیرو پینځو کالو د افغانستان په څیر نه دی،د سولې بحث یو ملې بحث دی او په ګډه د تلپاتي سولې د لاسته راوړلو لپاره هڅې کیږي.

نوموړي وویل چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د نړۍ سره یې اړیکې مهمې دي او د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالتونو او ناټو سازمان سره یې ټول تړونونه او قراردادونه پر خپل ځای دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *