کونړ کې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي

د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت  د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۹تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي.

د کونړ ولایت ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې په «څیرګل» کلي کې د افغان هوایي ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د داعش ډلي  قومندان « محمدګل» په ګډون ۱۹ تنه داعش وسله وال وژل شوي .

نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې ۳ ازبک ۴ پاکستانیان او یو د داعش وسله والی ډلې قاضي آشنا مشهور په منصور وژل شویدي.

د مصمیم په خبره په دغه بریدونو کې ملکي وګړو  ته کوم زیان نه دی اوښتی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *