«کرونا» د افغانستان د روغتیایي تدابیرو څخه جدې او خطرناک

له هغې وروسته چې د «کرونا» په نوم وایروس او ناروغۍ اوازې نړۍ اندیښمنه کړه او د چین د هېواد(ددې وایروس مبدا)څخه یې زیاته قرباني واخیسته،د هېواد ادارې لاس په کار شوي تر څو افغانستان ته ددې وایروس د داخلیدو مخنیوی وکړي.

د نړۍ هېوادونو خپلو هېوادونو ته ددې ناروغۍ د لیږدونې یا ددې ناروغۍ انتقالونکي کس د ننوتلو لپاره په هوایي ډګرونو او ځمکنیو سرحدونو کې ځانګړې تدابیر ترلاس لاندې نیولي دي.

د بیلګې په توګه د انګلستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي؛ټول هغه کسان چې د اووهان یا د چین له نورو ښارونو دې هېواد ته راځي،په ۱۴ ورځو کې قرنطین کیږي او د ځانګړې روغتیایي خدمات ورته چمتو کیږي.

دا وزارت وایي چې،مسافرین خپل هېواد ته له رسیدو وروسته په یوه فوځي اډه کې میشته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن(سلواغې ۱۰) د اووهان له ښار څخه د بریتانیا په هدف یوه الوتنه کیږي او ممکنه ده چې په الوتکه کې د سپریدو له مخه د مسافرینو څخه غوښتل شوي وي چې د رضایت نامې په لاسلیکولو سره ؛خپل قرنطین کیدل ومني.

په نورو هېوادونو کې هم ځانګړې تدابیر نیول شوي دي؛مګر په افغانستان کې چې د چین سره ګډه پوله هم لري،ګواکي «کرونا» ته په کم نظر کتل شوي وي او یا همدارنګه ضررونه یې د مسوولینو لپاره نه وي ورپیژندل شوي.

په تازه تدابیرو کې د ملکي هوانوردۍ ادارې تیره ورځ وویل چې «د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د کرونا وایروس د مخنیوې لپاره تدابیر نیول شوي دي ».

په همدې توګه تمه کیده چې  کوم واقعي تدابیر چې ترلاس لاندې نیول شوي وي«لازمې» به وي؛مګر انځورونه چې خپاره شول او کوم معلومات چې ددې تدابیرو ورکړل شوي وو،د اندیښنې وړ دي.

د هوانوردۍ اداره وایي چې د نړیوالو مسافرو په ځانګړي ډول د چین د هېواد د مسافرو له لارې د کرونا وایروس د انتقال د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د طبي ټیم لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړي دي.

د نړیوال میدان دننه دروازو مخې ته مناسب او په ایرکنډیشن سیستم سنبال ځای او میز او څوکۍ ددې ځانګړو تدابیرو او تسهیلاتو له جملې څخه دي چې په هوایي ډګر کې لیدل شوي دي.

د ترسره شویو پریکړو له مخې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر روغتیایي ټیم مکلف دی چې ترڅو نړیوال مسافرین؛په ځانګړي ډول د هغه هېوادونو مسافرین چې د کرونا وایروس درلودونکي دي،وپیژني او د وخت له ضایع کیدو پرته یې انتاني روغتون ته انتقال کړي.

مګر مسافرین وایي چې په هوایي ډګر کې موظف شوی روغتیایي ټیم یوازې د مسافرو پر څیره بسنه کوي او د تلاشۍ د کمربندونو په څیر د څیرو په تشخیصولو سره هغوې ته د هوایي ډګر او د کرونا وایروس د تشخیص د مخنیوې له ځانګړې ځای څخه د وتلو اجازه ورکول کیږي.

په خپرو شویو انځورونو کې د لازمو امکاناتو له جملې څخه د وینې د ساتلو ماشین یا د مسافرو معاینه او درملنه نه لیدل کیږي او یوازې په سپین یونیفورم او سپین ماسک ملبس درې تنه لیدل کیږي چې مسافر تر نظر تیروي.

باید وویل شي چې د «کرونا» وایروس ددې ځانګړیو تجهزیاتو او اسانتیاوو څخه جدې او خطرناک دی او باید چې جدې تدابیر ورته ونیول شي.

نه باید د دولتي ادارو د ټولو مطرح شویو پروګرامونو په څیر،«کرونا» وایروس ته د سوداګرۍ او تبلیغاتو په نظر وکتل شي؛هغه امکانات چې فعلاً په افغانستان کې د طبابت په برخه کې شتون لري،د کرونا وایروس راداخلیدل یعنې د جګړې او بې امنیتیو څخه د لوې ناورین راتګ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *