په بلخ او تخار کې د پولیسو او ملې اردو تلفات

په بلخ او تخار ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې د طالبانو په تهاجمي بریدونو کې دې ځواکونو ته تلفات اوښتي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، وسله والو طالبانو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې د خپلو ډله ایزو بریدونو په دوام وړمه شپه د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د بلخ ـ شبرغان پر لویه لار د پولیسو پوستې تر برید لاندې نیولي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند اجمل فایض ،وایي چې د بلخ ـ شبرغان پر لویه لار د پولیسو پر پوسته باندې د طالبانو په برید کې اته پولیس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي پر وینا،طالبانو ته هم تلفات اوښتي چې دقیق ارقام یې مالوم نه دي.

په ورته وخت کې ملې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د درقد ولسوالۍ د «قره دکه» په سیمه کې پر امنیتي پوسته باندې د طالبانو په برید کې د ملې اردو دوه سرتیري وژل شوي او د ملې اردو او پولیسو یو ،یو سرتیری ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې دواړو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې یو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

له بله پلوه ملې دفاع وزارت وایي چې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د راټولیدو پر یوه مرکز باندې په هوایي برید کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *