د بلخ په موټر بمب برید کې د ملې اردو شپږ سرتیري ووژل شول

د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې د ملې اردو پر یوه پوسته باندې د وسله والو طالبانو په برید کې د ملې اردو شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو نن سهار ۴:۳۰ (مرغومي ۵) په بلخ ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر  ته د ملې اردو د یوې پوستې سره نږدې چاودنه ورکړي ده.

د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې څخه په نقل په دې چاودنه کې د ملې اردو شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

ملې دفاع وزارت دغه برید یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي چې د چاودنې د څرنګوالي په اړه څیړنې پیل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *