په کابل کې دوه قاتلین ونیول شول
د کابل پولیسو دوه تنه قاتلین نیولي دي چې څه وخت وړاندې یې په شپږمه حوزه کې یو ځوان وژلی وو.
د کابل د پولیسو ویاند ،فردوس فرامرز خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه دوه تنه تیره شپه د کابل د پولیسو له لورې نیول شوي دي.
د نوموړي پر وینا، رستم او میلاد دوه ورځې وړاندې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د عزت په نوم یو ځوان چې د غلام نبي فخري زوی وو،وژلی او تښتیدلي ول.
فرامرز څرګنده کړه چې دې دوه تنو په خپل جرم اعتراف کړی دی.