په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د واک سوله ایز لیږد
۱۸ کاله وړاندې د (مرغومې لمړۍ) د هېواد په سیاسي معاصر تاریخ کې د واک لمړنی سوله ایز لیږد صورت ونیوه.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ۱۳۸۰ کال د مرغومي په لمړۍ نیټه د افغانستان د اسلامي دولت پخوانی رییس شهید استاد برهان الدین رباني په سوله ایز ډول د موقتې ادارې د رییس په توګه حامد کرزي ته واک وسپاره.
په دغه مراسمو کې چې لویه برخه سیاسي او ولسي مشرانو پکې ګډون درلود،استاد رباني پکې د هېواد د پرمختګ او خلکو د ارامۍ غوښتنه کړي وه.
حامد کرزي هم د انتقالي دولت د واک ترلاسه کولو وروسته جمهور رییس شو او د دغه مودې په تیریدو سره د دوه دورو لپاره جمهور رییس وټاکل شو.
د طالبانو د ماتې وروسته د واک د سوله ایز لیږد او د امریکا په مشرۍ د ګڼ شمېر بهرنیو سرتیرو شتون رامنځته شو ، اوس د ۱۸ کالو په تیریدو سره ددې ځواکونو د وتلو زمزمې تر غوږو کیږي او امریکا د طالبانو سره دداسې پریکړه لیک په لټه کې ده چې د هغویو د ماتې لپاره لوې لګښتونه پوره کړي.