طالبان کوم وخت بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي؟

طالبانو ویلي دي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول داخلې ګډون کوونکي لورې مذاکرات وکړي او د مذاکراتو د پیل کیدو د نیټې په اړه د دوې دریځ بدلون نه دی کړی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول داخلې لورې ګډون ولرې.

نوموړي په خپل تويټر اکونټ لیکلي دي چې «بین الافغاني مذاکرات به په هغه صورت کې پیل کیږي چې د امریکا سره د ټولو عسکرو د وتلو پریکړه لیک لاسلیک شي. په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول افغاني لورې ګډون ولرې.دا زمونږ دریځ دی وخت نا وخت مو رسنیو ته ویلی دی.»

په ورته وخت کې نوموړي د «ان بي سي» شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د یوه ټول شموله حکومت غوښتونکی دی چې دا حکومت په هیواد کې د ثبات او ارامۍ ضامن شي.

شاهین زیاته کړې ده چې د دا ډول حکومت د جوړیدو پرته به جګړې ته دوام ورکوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي چې د افغانانو تر مینځ د خبرو اترو څخه یې موخه؛  د یوه ټول شموله حکومت جوړیدل دي.

لا تر اوسه حکومت په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی؛  مګر څه وخت وړاندې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو پلاوی تشکیل شوی وو چې ویل کیدل د مختلفو قشرونو څخه جوړ شوی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *